Use Your Skills.
آیا تاسو تازه سویډن ته تازه راغلي یاست او د زده کړ‏ې‏‎ یا‏‏‏‏ د کار په لټه کې یاست؟ ښه راغلاست.

آیا تاسو اقامه ترلاسه کړې ده او اوس د زده کړې یا د کار په فکر کې یاست؟
په سویډن کې د تازه راغلیو خلکو لپاره ښه کارونه او باتدبیره زده کړې وجود لري.

آیا تاسو غواړئ چې یو غوره کار او باتدبیره زده کړې چې یوې روښانه راتلونکې لرونکې دندې ته مو لاره هواره کړي، لاسرسی پیدا کړئ؟
او یا دا غواړئ چې خپلو استعدادونه و مهارتونه لاپسې غښتلي کړئ ترڅو په لنډه موده کې د کار بازار ته داخل شئ.
سویډن ته ښه راغلاست. موږ ډېرو داسې کسانو ته اړتیا لرو چې د پرمختګ امکاناتو ته خوشبینه دي او غواړي چې د ساختمانۍ، ډیزاین، صنعت، معلوماتي ټکنالوژۍ، روغتیا او د تخنیک په څانګه کې کار وکړي. سویډن اړتیا لري چې په نوموړو څانګو کې زیات شمېر خلک په کار وګوماري نو ځکه ویلی شو چې د کار موندلو امکانات ډېر بلکه ډېر زیات دي. سربېره پر دې د زده کړې او د لوړو زده کړو ترسره کولو او ځان ته د کار روزګار برابرولو لپاره بېلابېلې لارې موجودې دي. په YouSkills.se وبسایټ کې تاسو دا ډول معلوماتو او لنکونو ته لاسرسی پیدا کوئ چې هلته د کار پيدا کولو یا د زده کړې پېلولو د لازیاتو امکاناتو په اړه نور لوستلی شئ.

معاش او خوندیتوب
لکه څرنګه چې د کاري ځواک تقاضا خورا زیاته ده نو د نوموړو څانګو په چوکاټ کې ډېری کارونه نسبتا ښه معاشونه لري. سربېره پر دې په سویډن کې په ښه توګه عملي او پلي شوي مقررات او د خوندیتوب اصول نافذ دي چې د کار په بازار کې د کارګرانو او د هغوی د ګټو د خوندیتوب څخه ډاډ راکوي.

کار روزګار
د کار روزګار جوړولو لپاره ګڼ شمېر لارې موجودې دي. د ډېری خلکو لپاره یو غوره انتخاب د یو حرفوي زده کړې یا لوړه زده کړې پیلول دي چې په دې طریقه دوی کولی شي چې په سوېډني ټولنه کې د ځای په ځای کېدو یو نسبتا چټکه لاره بیامومي او په لومړي ګام کې یو خوندي کار ترلاسه کړي او بیا د خپل کار روزګار اوږدمهاله پروګرام راونیسي.

زه چېرې رجوع وکړم؟
د کډوالو چارو د ادارې څخه د اقامې ترلاسه کولو سره سم په سویډن کې ستاسو د سرنوشت د بنسټ ډبره ایښودل کېږي. د تازه راغلي کډوال په صفت ستاسو د ځای په ځای کېدو لپاره د لاره هوارولو په پروسه کې ګڼ شمېر خلک دخيل وي. لاندې د هغو ادارو یا موسسو وبسایټونو ته لنکونه ګورئ چې کولی شي تاسو سره د زده کړې او کار او همدا راز د یو روښانه راتلونکي امکاناتو په اړه نور معلومات ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

آیا تاسو سویډن ته تازه راغلي یاست او لاتر اوسه مو اقامه ترلاسه کړې نه ده؟
نو تر ټولو لومړی کوم کار ترسره کولو ته اړتیا لرئ؟
د دې نه وروسته کوم کار ترسره کولی شئ؟

« د سویډني ټولنې په اړه معلومات «
« د کډوالو چارو اداره «
« آیا تازه سویډن ته راغلي یاست؟ فلمونه وګورئ «
« په شپږو ژبو د تازه راغلیو وګړو لپاره فلم «
« په سویډن کې یو کار پیدا کړئ «

د زده کړو پروګرامونه او مسلکي رشتې
د پرمختګ یوه ګټه دا ده چې په دا ډول مسلکونو کې کاري وظایف او کاري چاپېریال کې د تېر وخت په پرتله نن سبا ډېر زیات بدلون رامنځته شوی دی.

د مثال په توګه تخنیکي او صنعتي مسلکونه اوسمهال د پخوا په څېر بی خونده او تکراري نه دي. د خرادۍ یو ماشینکار اوس د څو میلیونو ارزښت لرونکي وسایل سمبالوي او د نړۍ په بل ګوټ کې د یو پېرودونکي سره مستقیمه اړیکه لري او هم د ماشین پروګرام جوړونه په غاړه لري او هم د پرمختګ په بهیر کې شامل وي او همدا راز په یو ورکشاپ کې د په ګریزو او موبلینو ککړو وسایلو په ځای اوس زیاتره دیجیټل او برېښنایي وسایلو څخه کار اخیستل کېږي.
د معاشونو کچې هم د تېر وخت په پرتله تر ډېره حده پورته ختلې دي. د پخوا په پرتله اوس په ګڼ شمېر مسلکي رشتو کې یوه څرګنده بهتري تر سترګو کېږي.

د بېلګې په توګه احصائیه جوتوي چې د فراغت څخه پنځه او همدا راز لس کاله وروسته تر ټولو اوچت اوسط معاش یوې حرفې ته د چمتووالي ملي پروګرام په لړ کې ترلاسه کېږي. د انرژۍ پروګرام تر ټولو مخکې دی چې اوسط معاش پکې د فراغت څخه پنځه کاله وروسته د میاشتې 25000 کرونو او د فراغت څخه لس کاله وروسته نږدې 30000 ته رسېږي. د جګو معاشونو په لست کې د انرژۍ پروګرام څخه وروسته د برېښنا، ساختمانۍ، نقلیه وسایط او صنعت نوم اخیستل کېږي

د کوچنیانو پاملرنې او ساعت تیرۍ پروګرام
د کوچنیانو پاملرنې او ساعت تیرۍ پروګرام د هغه خلکو لپاره ترتیب شوې څوک چې د ماشومانو، ځوانانو او لویانو پاملرنې په برخه کې کار کولو سره لیوالتیا لري. تاسو به د بېلابېلو عمرونو او د بېلابېلو شرایطو سره مخامخ انسانانو په اړه پوهه ترلاسه کړئ. د نوموړي پروګرام درې رشتې د فراغت وخت او روغتیا، د ښوونې او روزنې فعالیت او ټولنیز فعالیت څخه عبارت دي.

نور ولولئ

د ودانیو او تاسیساتو پروګرام
د ودانیو او تاسیساتو پروګرام د هغو خلکو لپاره ترتیب شوې څوک چې د ودانیو او تاسیساتو په چوکاټ کې د ساختماني چارو، بیارغونې او ساتنې په برخه کې کار کولو سره لیوالتیا لري. دا پروګرام پنځه رشتې لري چې د ساختمانۍ موټر، آبادۍ، ځمکه او تاسیسات، رنګمالۍ او د آهن چادر ترمیم څخه عبارت دي.

نور ولولئ

د برېښنا او انرژۍ پروګرام
د برېښنا او انرژۍ پروګرام د هغو خلکو لپاره ترتیب شوی دی چې د بریښنایي تاسیساتو، د ماشیني تولید سیسټمونو، د انرژۍ، چاپېریال او د اوبو تخنیک او یا د کمپیوټر او اړیکو په څانګه کې د کار کولو هیله مند وي. دا پروګرام څلور رشتې لري چې د میخانیک، د کمپیوټر او مخابراتو تخنیک، د برېښنا تخنیک او د انرژۍ تخنیک څخه عبارت دي.

نور ولولئ

د نقلیه وسایطو او ټرانسپورټ پروګرام
د نقلیه وسایطو او ترانسپورت پروګرام د هغو خلکو لپاره ترتیب شوی څوک چې د بېلابېلو ډولونو نقلیه وسایطو او د ټرانسپورټ او یا د مالونو د سمبالښت په برخه کې کار کولو سره لیوالتیا لري. تاسو به د بېلابېلو ګاډو عیب موندنه، ترمیم، او سرویس ترسره کوئ. د دې پروګرام پنځه رشتې دا دي: د مالونو سمبالښت، کوپي کشي او رنګمالي، لارۍ او ګرځنده ماشینونه، شخصي موټر، ټرانسپورټ.

نور ولولئ

د سوداګرۍ او اداري چارو پروګرام
د سوداګرۍ او اداري چارو پروګرام د هغو خلکو لپاره ترتیب شوی څوک چې د سوداګرۍ، اداري چارو او د اړیکو په برخه کې کار کولو سره لیوالتیا لري. د دې پروګرام دوه رشتې دا دي: اداري خدمت او سوداګري او خدمت.

نور ولولئ

د لاسي صنایعو پروګرام
د لاسي صنایعو پروګرام د هغو خلکو لپاره ترتیب شوی څوک چې د خپلو لاسونو او مټو څخه کار اخیستل غواړي او د یوې تخلیقي حرفې په چوکاټ کې د لاسي صنعت په برخه کې دنده ترسره کولو سره لیوالتیا لري. تاسو کولای شئ په بېلابېلو څانګو کې د لاسي صنعت دنده غوره کړئ. دا پروګرام پنځه رشتې لري چې د هنري ترکاڼۍ، ګل پلورنې، نایي، نساجۍ او نورو لاسي صنایعو څخه عبارت دي.

نور ولولئ

د هوټل او سیاحت پروګرام
د هوټل او سیاحت پروګرام د هغو خلکو لپاره ترتیب شوې څوک چې د سیاحت، هوټل او کانفرانس په برخه کې کار کولو سره لیوالتیا لري. دا پروګرام دوه رشتې لري چې د هوټل، کانفرانس او سیاحت او سفر څخه عبارت دي.

نور ولولئ

د صنعتي تخنیک پروګرام
دا پروګرام د هغو کسانو لپاره ترتیب شوی دی څوک چې د مثال په توګه د توکو تولید، د اوپراسیون تضمین او د ویلډینګ کارۍ په برخه کې کار کولو سره لیوالتیا لري. تاسو به د تخنیکي سیسټم سمبالښت زده کړئ. د دې پروګرام څلور رشتې د اوپراسیون تضمین او څارنې، تخنیکي پروسې، د توکو او ماشین تخنیک او د ویلډینګ تخنیک څخه عبارت دي.

نور ولولئ

د زراعت پروګرام
د زراعت پروګرام د هغو کسانو لپاره ترتیب شوی چې د بوټو، مالدارۍ، کرهنې، اوبه خور او ځنګلدارۍ په برخه کې په دنده بوختېدو سره لیوالتیا لري. د دې پروګرام څلور رشتې د مالدارۍ، بزرګرۍ، ځنګلدارۍ او باغوانۍ څځّه عبارت دي.

نور ولولئ

د رستوران او خوراکي توکو پروګرام
د رستوران او خوراکي موادو پروګرام د هغه وګړو لپاره دی څوک چې میلمنو او مشتریانو ته د خوړو تهیه کولو پورې تړلې حرفو د مثال په توګه نانوایي، رستوران او د خوراکي توکو دوکان کې په عملي توګه دنده تر سره کولو سره لیوالتیا لري. دا پروګرام درې رشتې لري: نانوایي او شیریني پزي، تازه خواړه، شیریني باب او د خوړو تهیه کول، پخلنځای او چوپړي.

نور ولولئ

د تودوخې، هواکشۍ، نظافت او ودانۍ پروګرام
دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی څوک چې په ودانیو کې د هغو تخنیکي سیسټمونو په برخه کې چې تودوخه، یخني، هواکشي، اوبه او ایراو کنټرولوي، کار کولو سره لېوالتیا لري. دا پروګرام څلور رشتې لري: املاک، د تودوځې او سړې هوا د پمپ تخنیک، د هواکشۍ تخنیک او د تودوخه، هواکشي او بدرفت تخنیک.

نور ولولئ

د روغتیا او پاملرنې پروګرام
د روغتیا او پاملرنې پروګرام د هغو خلکو لپاره ترتیب شوی دی څوک چې د روغتیا او درملنې، روحي تداوۍ، د پخو عمرونو څښتنانو پاملرنې او معیوبیت ورپیښ خلکو د ساتنې په برخه کې کار کولو سره لیوالتیا لري. د روغتیا او پاملرنې پروګرام څخه علاوه په ټولو پروګرامونو کې بېلابېلې رشتې شتون لري.

نور ولولئ